طالبانو د پاکستان پرضد او بريدونو کې په افغانستان کې د پاتې شويو امریکایي وسلو د کارولو ادعا رد کړه او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند له څرګندونو په غبرګون کې يې ویلي چې «ټول پوځي تجهیزات او وسلې په افغانستان کې خوندي دي.»
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون د دې ډلې د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت له قوله راپور ورکړی: «ټولې وسلې او پوځي تجهیزات ذخیره شوي او په خوندي ډول ساتل کېږي. هېڅوک له دې وسلو او تجهیزاتو د ناوړه استفادې اجازه نه لري.»
تر دې مخکې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې وه، چې په افغانستان کې د امریکا پاتې شوې پرمختللې وسلې، د پاکستان او د دې هېواد د وګړو د امنیت لپاره «جدي ګواښ» دى.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د خبريالانو د پوښتنو په ځواب کې، چې امریکا ولې غواړي خپلې پاتې وسلې بېرته ترلاسه کړي، ادعا کړې وه چې دغه وسلې د «ترهګریزو سازمانونو» لکه تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له خوا، د دې هېواد دننه د بریدونو لپاره کارول شوي دي.
په دې بیانيه کې راغلي: «په افغانستان کې د هغو پرمختللو امریکایي وسلو شتون، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته پاتې شوې، د پاکستان او د دې هېواد د وګړو لپاره یوه جدي امنیتي اندېښنې باندې بدله شوې ده.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې څو ځله یې له طالبانو غوښتي، چې دا وسلې د ناوړه ډلو لاس ته له لوېدو وساتي.
له دې مخکې، د امریکا پخواني ولسمشر، ډونلډ ټرمپ، ټینګار کړی و، چې له طالبانو به ټول امریکایي وسلې بېرته ترلاسه کوي.