افغانستان

عباس عراقچي: له طالبانو سره د ایران تعامل «ضروري» دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، وایي چې د سیمې او نړیوالو تحولاتو له امله، هېواد یې اړ دی چې له طالبانو سره نږدې تعامل ولري، او دا یوه اړينه ده.

د ایراني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، ښاغلي عراقچي ویلي دي: «افغانستان د ایران مهم ګاونډی دی، او دواړه هېوادونه ډېرې ملي ګټې لري.»

نوموړي، د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو، او کابل ته د خپل وروستي سفر په اړه ویلي، چې د طالبانو چارواکو ورسره منلې چې هغه افغان کډوال چې د اوسېدنې قانوني اسناد نه لري، بېرته خپل هېواد ته ستانه شي؛ خو غوښتنه یې دا ده چې دا بهیر د یو منظم پروګرام له مخې ترسره شي.

دغه لوړپوړي ایراني ډیپلومات، د هلمند سیند د اوبو د حق مسلې په اړه ویلي، چې طالبان هم د خپل هېواد د اوبو پر حقونو ټینګار لري.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د طالبانو پر وړاندې د نړیوالو فشارونو د زیاتوالي په درشل کې، د روانې اوونۍ په پیل کې کابل ته سفر وکړ او د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره یې لیدنې درلودې.

د راپورونو پر بنسټ، د سرحدونو امنیت، نشه يي توکي، کډوالي، او د ایران د اوبو حق، د هغه د خبرو اترو مهم موضوعات وو.

د يادولو وړ ده، چې دغه سفر، د امریکا له لوري د افغانستان د اکثريت مرستو د بندېدو، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له لوري د طالبانو د مشرانو د نېولو لپاره د القاعده د مشر پر سر له ټاکل شوي انعام زيات انعام ټاکلو، او همدارنګه، د جرمونو د نړیوالې محکمې د یو څارنوال له خوا د طالبانو د مشرانو د نېولو د امر د وړانديز په شرایطو کې ترسره شو.

ایران له طالبانو سره د کالونو راهیسې نږدې اړیکې لري، او دا اړیکې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو وروسته لا پسې زیاتې شوې دي؛ خو ایران تر اوسه طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.