طالبانو یو کاناډایی وګړى او د دغه هېواد متقاعد سرتېری ډيويډ لاوري چې د روان کال د لړم په۲۳مه يې نېولى و، خوشې کړ.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلاني جولي پر اېکس د هغه آزادۍ په تاییدولو ليکلي، چې ښاغلى لاوري د قطر د بهرنيو چارو وزارت په منځګړيتوب د طالبانو له بنده خوشې شوی دی.
طالبانو تر دې دمه د ښاغلي لاوري د نېولو او خوشې کېدو په اړه څه ندي ویلي.
خو د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره وايي، د هغه د هېواد متقاعد سرتېری له خوشې کېدو وروسته «ښه روحيه لري».
هغه وايي:«ما له ډيويډ لاوري سره چې له افغانستان څخه قطر ته د هغه سالم رارسېدو خبرې وکړې. هغه له ښه روحيې څخه برخمن دى.»
له دې وړاندې د کاناډا خبري چینل سي ټي وي نیوز د سرچینې په حواله چې نوم يې نه دى اخيستل شوى راپور ورکړى، چې طالبانو په کابل کې یو متقاعد سرتېرى نېولی دى. د دغې رسنیو په وینا، ښاغلي لاوري د دوشنبې په ورځ د لړم په ٢٣مه کابل ته له رسېدو وروسته د طالبانو لخوا نېول شوی و.
د راپور په وینا، ښاغلي لاوري د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرمهال له سلو زياتو افغانانو سره په وتلو کې مرسته کړې ده، هغه د طالبانو لخوا له نېول کېدو پورې د «رېون راى» خصوصي امنيتي او مشاوره يي خدمتونو شرکت سره کار کاوه.
د لومړي وزیر جسټن تروډو په ګډون د کاناډا حکومتي چارواکو هغه وخت د هغه د نېولو پخلی کړی و او ويلي و، چې د هغه د وضعیت څارنه کوي او د کنسلي مرستو د چمتو کولو په حال دي.
د یادونې وړ ده چې ښاغلی لاوري په افغانستان کې د «کاناډايي ديو» په نوم پېژندل کېږي او هغه د هېواد یوازینۍ وګړى و چې له افغانستانه د بهرنيو سرتېرو یې د وتلو پر وخت پرځمکه ناست و، پداسې حال کې چې څلور ورځې وړاندې د کاناډا د سفارت ټولو کارکوونکو د تخليې په الوتنو کې هېواد پرېښى و.
یوې سرچینې سي ټي وي ته ويلي چې طالبان پر هېواد د خپلې واکمنۍ درې کلنې دورې په اوږدو کې د لاوري د شتون او کار په اړه خبر وو.