د تهران والي محمد صادق معتمدیان په ایران کې د اوسېدو له اجازې پرته د افغان کډوالو د نېولو او شړلو خبردارى ورکړ.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې هغه ویلي چې افغان کډوال چې د اوسېدو جواز لري؛ خو چې په تهران کې په «غیرقانوني» سکتورونو کې کار کوي له ورته پایلو سره به مخ شي.
ښاغلي معتمديان یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه وویل: «موږ د کډوالو په اړه دوه ماموریتونه لرو. زموږ لومړی ماموریت د هغو کسانو اداره کول دي چې په قانوني توګه په تهران کې مېشت دي.»
د تهران والي زیاته کړه: «موږ د یوې لارې د نقشې په طرحې کار کوو او د دې مسلو د اداره کولو لپاره برنامې تنظیموو.»
خو ښاغلي معتمدیان د ناقانونه کډوالو پر وړاندې سخت دریځ خپل کړی او ټینګار کوي چې د امنیتي ځواکونو له خوا به ورسره قانوني چلند وشي.
هغه وویل، «له غیر قانوني کډوالو سره د قانون له مخې چلند کیږي او له افغانستان سره د ګډو پولو له لارې د قانوني لارو چارو له مخې ایستل کیږي.»
ایران او پاکستان دواړو په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو جبري شړلو ته زور ورکړی دی. دې اقدام د نړیوالو بشري حقونو او د کډوالو ملاتړو سازمانونو او همدارنګه د بشرپاله ډلو نيوکې راپارولي دي.
د ناروې د کډوالو د شورا سرمنشي جنرال ین اګلند په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د ډله ایز اخراج په اړه اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې دغه هېواد د زیاتو کډوالو بېرته ستنېدو ته چمتو نه دی.