افغانستان

سره صلیب: په افغانستان کې ملیونونه خلک په «ناوړه» بشري وضعیت کې دي

انځور له آرشیف

د سره صليب نړيواله کمېټه وايي، په افغانستان کې ميليونونه خلک په «ناوړه» بشري وضعيت کې دي.

دې کمېټې پر اېکس د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکلي په ژمي په دې سړه هوا کې په هېواد کې ډیری کورنۍ د خپلو کورونو په ګرمولو کې له ستونزو سره مخ دي.

د دغې کمېټې په وینا اوس په افغانستان کې ډېرې کورنۍ د خپل ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نلري.

دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړیوال پروګرام په خپل تازه راپور کې اټکل کړی، چې په روان ژمي کې په افغانستان کې شاوخوا ۱۵ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د بېړنۍ کچې د ناخوندیتوب له بحران سره مخ دي.

په ورته وخت کې دغه سازمان ویلي چې سخت مالي بحران دغه سازمان اړ کړی چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه کم کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي، چې په ۲۰۲۴ کال کې يې یوازې په میاشت کې یو میلیون کسانو ته د ژوند ژغورنې خوراکي مرستې ورسولي دي، او ۱۱ میلیونه کسان لا هم په خپل حال پاتې دي.