د اسراییلو او حماس ترمنځ یو نازک اوربند د یکشنبې په ورځ نافذ شو، چې په غزه کې یې له ۱۵ میاشتو سختې جګړې وروسته یو څه سوله راوسته.
دغه هوکړه چې د وروستیو دقیقو شخړو له امله د درېيو ساعتونو لپاره وځنډول شو، ٢ ميلیون او ۴٠٠ فلسطینیانو ته د ساه اخیستلو فرصت ورکوي او د تاوتریخوالي پای ته رسېدو هیلې له ځانه سره لري.
اوربند، چې پر ځايي وخت د سهار په ۱۱:۱۵ بجو پیل شو، د څو پړاو لرونکي پروګرام پیل دی. په لومړيو شپږو اوونيو کې به حماس د فلسطيني بنديانو په بدل کې يو شمېر اسراٸيلي يرغمل شوي خوشې کړي. په دې تړون کې د اسراٸیلو د پوځي ځواکونو تدریجي وتل او غزې ته په بشري مرستو کې د پام وړ زیاتوالی هم شامل دی.
د دې هوکړې راتلونکي ګامونه د ټولو برمته شویو کسانو خوشې کولو او دایمي اوربند ټینګېدو هدف تعقيبول دي. سره له دې، د دې هوکړې ته رسېدل، چې د اکتوبر په ۷مه ۲۰۲۳ د حماس لخوا پر اسرائیل تر برید وروسته جګړه پیل شوه، له خنډونو او ګڼو بېباوريو سره مخ شوي دي.
لومړنۍ خوشې کېدنې او د تاوتریخوالي دوام
د اوربند له پیل څو ساعته مخکې، حماس د ۲۴ کلنه رومي ګونن، ۲۸ کلنه امیلي داماري (د اسرائیلي-برتانوي تابعیت لرونکې) او ۳۱ کلنه درون ستاینبرچر د درې اسرائیلي ښځینه برمته شویو کسانو نومونه اعلان کړل چې تمه کېږي د یکشنبې په ماښام خوشې شي.
ګونن د «نوا» موسیقۍ فسټيوال څخه تښتول شوې وه، په داسې حال کې چې داماري او ستاینبرچر د کفار عزا کیبوتص څخه يرغمل شوې وې.
د ځنډ سربېره، په غزه کې محدودې خوشالۍ ترسره شوې او ځینو اوسېدونکي ورو ورو خپلو کورونو ته ستنيږي.
په همدې حال کې، تاوتریخوالي آن د اوربند له پیل سره نېږدې هم دوام درلود. د اوربند له ټاکلي وخت دوه ساعته وروسته، د اسرائیلو هوایي برید په خانیونس کې لږ تر لږه اته کسان ووژل. د غزې د روغتیا وزارت د ښار په ځینو برخو کې د نورو درې کسانو د وژل کېدو خبر هم ورکړى دى.
سیاسي پایلې او مخالفتونه
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو حماس تورن کړل چې د خوشې شویو يرغمل شویو کسانو د نومونو په وړاندې کولو کې خپلې ژمنې نه عملي کوي.
هغه په یو خبرپاڼه کې وویل: «د اسرائیلو پوځ به ترهغې پر غزې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي ترڅو ټولې ژمنې عملي شي.»
په کورني ډګر کې، اوربند سیاسي کړکېچونه هم راپورته کړي دي. د یهودي قدرت افراطي ګوند، چې مشري یې ایتمار بنګویر کوي، د دې اوربند په اعتراض کې د خپلو وزیرانو د استعفا اعلان وکړ. دا اقدام که څه هم د نتانیاهو ائتلاف کمزوری کوي؛ خو د اوربند په تطبیق باندې اغېز نه کوي.
په یوه جلا بدلون کې، اسرائیلو اعلان وکړ چې د هغه عسکرو اورون شاؤل مړى په ۲۰۱۴ کال کې د حماس سره په جګړه کې وژل شوی او بل هدار ګولډین نومېده، د ۲۰۱۴ کال جګړې راهیسې په غزه کې پاتې وو، سره له دې چې د دوی کورنیو د هغوی د بېرته ستنولو لپاره کلونه هڅې کړې وې، موندلي دي.
دا هوکړه د سولې پر لور یو محتاط ګام ګڼل کېږي؛ خو دایمي حل ته د رسېدو لپاره ګڼې پیچلتیاوې شته. په داسې حال کې چې تمه کېږي لومړني يرغمل شوي کسان خوشې شي، هیلهمندي د دې حقیقت له امله محدوده شوې چې د دې هوکړې پلي کول به له ننګوونو ډک وي.