فرهنګ او هنر

د امریکا مشهور سینماګر ډیوېډ لینچ د ۷۸ کلونو په عمر ومړ

ډیوېډ لینچ، د امریکا لوی سینماګرافر او لکه «مال هالنډ سړک»، «د فيل سړى» او «ټوین پیکس» سريال جوړونکی، د ٧٨ کلونو په عمر ومړ.

د نوموړي سينماګر کورنۍ دغه خبر د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي په ۲۷ مه) په يوه فيسبوک پاڼه کې اعلان کړى او ليکلي يې دي: «په ډېرې خواشينۍ سره د هنرمند  ډیوېډ  لينچ مړینه اعلانوو. موږ پدې وخت کې یو څه محرمیت ته اړتیا لرو. اوس چې هغه له موږ سره نشته، په نړۍ کې یو لویه تشه احساسېږي.»

ډیوېډ لینچ په دې وروستیو کې له فلمي مجلې «سایټ اېنډ ساونډ» سره په مرکه کې څرګنده کړه چې هغه له اوږدې مودې راهیسې د سګرټ څښلو له امله د آمفيزم په ناروغۍ اخته شوى دی او په کور ناستې ته اړ شوى دی.

هغه زیاته کړه چې دغې ريوي ناروغۍ د اوږدې مودې لپاره د هغه تګ کولو توان ترې اخيستى او دا امکان نلري چې یو ځل بیا فلم د يو فلم لارښوونه  وکړي، او که دا کار کوي؛ نو  له لېرې واټن به يې کوي.

ډیوېډ لینچ په ١٩۴٦ کې زیږېدلی او په خپل مسلک کې یې یو لړ بریالي فلمونه درلودل.

 د هغه لومړنی بریالی فلم «د ایلیفنټ مین» او د اتو سکار جايزو لپاره نومول شوی و. دغه فلم د سیزر فرانسې له خوا د غوره بهرني فلم جایزه هم ترلاسه کړې وه.

د لینچ د فلمي کار یو له خورا بریالي کارونو څخه «په وحشي زړه کې» دی، چې په ١٩٩٠ کې یې د کان طلايي نخل جایزه وګټله.

په ۲۰۰۱ کال کې د «مالهالنډ سړک» فلم د لینچ د تلپاتې اثارو په توګه د سینما نړۍ ته وړاندې شو. دغه فلم چې نائومي واټس په کې رول لوبولی و، د کان جشنوارې د غوره لارښود جایزه او د اسکار د غوره لارښود لپاره نوماندۍ ترلاسه کړې. د هغه وروستی اوږد فلم «امپراطورۍ دننه» په ۲۰۰۶ کال کې خپور شو چې د منتقدینو تر پام وړ وګرځېده.

لینچ مخکې د لوبغاړي په توګه هم تجربه درلوده او د «ټوین پیکس» په ټولو برخو کې یې د «ګورډن کول» د اف بي آی د مامور رول لوبولی و. همدارنګه په څو فلمونو لکه «لويي»، «کلیولډ شو» او «لاکي» کې یې د مېلمه لوبغاړي په توګه برخه اخیستې وه.

هغه په ۲۰۰۶ کال کې د ژوند د سینمايي لاسته راوړنو لپاره د زمري د سرو زرو جایزه او په ۲۰۱۹ کال کې د اسکار افتخاري جایزه ترلاسه کړه.