د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت وايي، د پاکستان له زندانونو ۱۹ تنه افغانان خوشي شوي او هېواد ته ستانه شوي دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا اتباع د پاکستان د پولیسو لخوا د دغه هېواد له بیلابیلو سیمو څخه «د قانوني استوګنې د اسنادو نشتوالي» له امله نېول شوي وو.
د طالبانو په وینا يادو افغانانو د پاکستان په زندانونو کې له دوو څخه تر پنځو کلونو پورې بند تېر کړى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ۱۹ بندیان په اډیاله، اټک، حاجي کمپ او د پاکستان په مرکزي زندان کې بنديان وو.
د روانې میاشتې په دریمه نېټه ۵۳ نور افغان اتباع هم د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شول.
په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعيت
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې یو شمېر افغان کډوال د دغو دوو هېوادونو د پولیسو له «ناعادلانه او ناوړه چلند» څخه شکایت کوي.
پاکستان له څه باندې یوه کال راهیسې په زوره د کډوالو د شړلو او بندي کولو لړۍ پيل کړې ده او ایران سږکال دغه بهیر چټک کړی دی.
په همدې حال کې، د دواړو هېوادونو چارواکو د قانوني استوګنې د جواز نشتوالی د شړلو او نېول کېدو یوازینی دلیل بولي؛ خو دغه کډوال د دواړو هېوادونو د پولیسو له خوا د «شکنجې، بد چلند، تاوتریخوالي او سپکاوي» خبره هم کوي.