افغانستان

طالبان وايي له امریکا سره د بندیانو تبادلې ته چمتو دي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له آمو سره په مرکه کې تایید کړه چې طالبان له امریکا سره د بندیانو تبادلې ته چمتو دي، خو ویلي یې دي چې تر اوسه د امریکا له لوري کوم اقدام نه دی شوی.

ښاغلي مجاهد ویلي، چې د بندیانو د تبادلې په اړه له امریکا سره د دوی خبرې تر اوسه کومې څرګندې پایلې ته نه دي رسېدلي او امریکا نه غواړي د امریکايي بندیانو د خلاصون په بدل کې له ګوانټانامو زندانه افغان وګړي خوشې کړي.

شپږ میاشتې کېږي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د درېیو امریکايي اتباعو د خلاصون پر سر خبرې پیل شوې دي. جورج ګلزمن، راین کوربټ او محمود شاه حبیبي هغه درې امریکايي اتباع دي چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د طالبانو په بند کې دي.

وال سټریټ ژورنال د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د بایډن اداره له طالبانو سره په خبرو بوخته ده چې د اسامه بن لادن پخوانی همکار محمد رحیم خوشې کړي او په بدل کې یې په افغانستان کې درې امریکايي بنديان خوشي کړي.

ځینې ​​کارپوهان وايي چې د اسامه بن لادن له یوه پخواني همکار سره د امریکايي بندیانو د تبادلې په اړه د طالبانو معامله له القاعدې سره د هغوی ژورې او نه بېلېدونکې اړیکې ښيي.

خو د طالبانو ویاند آمو ته ویلي چې امریکا تر اوسه د بندیانو د تبادلې د هوکړې لپاره کوم اقدام نه دی کړی.

هغه وويل: «خبرې روانې دي. موږ غوښتل هغه افغانان چې په ګوانټانامو زندان کې دي خوشې شي، او دا يو دوه اړخېز پروګرام دى. د عزت لپاره توضيحات ورکړل شوي او تر اوسه کوم عملي اقدام نه دی شوی، چې اسلامي امارت په دې برخه کې په هغو شرايطو چې غواړي يې د بنديانو تبادلې ته چمتو دی؛ خو کوم اقدام نه دی شوی. »

د ملي امنیت سلاکارۍ لپاره د ټرمپ نوماند مایک والټز د طالبانو د یوه زنداني کورنۍ ته خبرداری ورکړی، چې ټرمپ به هغه ډلې او هېوادونه ونه بښي، چې امریکايي اتباع یرغمل کوي.

هغه وویل: «ولسمشر ټرمپ به د د هيڅ يوې ډلې یا هېواد سره چې امریکایي اتباع یرغملوي، مهربانه چلند ونکړي. موږ تر خپله وسه هڅه کوو چې له دغو کورنیو سره مرسته وکړو او د داسې چلند د بیا تکرار مخه ونیسو.»

په همدې حال کې د طالبانو په زندان کې د یوه امریکايي وګړي راين کوربټ مېرمنې د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره له ټېلېفوني خبرو وروسته ویلي چې له جوبایډن سره یې خبرې «مایوسونکې»وې.

د راين کوربټ مېرمن انا کوربټ وویل: «هغه ډېره خواخوږی وښوده، خو زه يې له خبرو پوهېدم چې هغه راین کور ته نه راوړي، او دا زما لپاره خورا دردوونکې ده.»

ځینې ​​کارپوهان وايي چې طالبان ښايي له ډونلډ ټرمپ څخه د امتياز د ترلاسه کولو لپاره د جوبایډن له ادارې سره د بندیانو تبادله ونه کړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه اختر محمد راسخ وايي، «طالبان هڅه کوي چې د بندیانو په همدې تبادلې له ټرمپ سره خپلې سیاسي او ډیپلوماتیکې اړیکې ټينګي کړي او کله چې ټرمپ سپینې ماڼۍ ننوځي نو د ښو او سیاسي اړیکو لپاره دغه بندیان د ډالیو په توګه ورکړي او خپلې اړیکې ښې کړي.»

امريکا په داسې حال کې د محمود شاه حبيبي په ګډون د خپلو درېيو وګړو د خوشې کولو خبره کوه، چې طالبان د ښاغلي حبيبي د نېولو ادعاوې رد کړې دي.

خو تر دې مخکې د وږي په میاشت کې د محمود شاه حبیبي کورنۍ آمو ټلوېزيون ته وویل چې طالبانو ښاغلی حبیبي القاعده ته سپارلی دی.