طالبانو د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وروستۍ ادعاوې چې د دوی تر ولکې لاندې افغانستان کې د «ترهګرو» ډلو د شتون او د هغوی د خوندي پټنځایونو په اړه وې، رد کړې.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه غږیز کليپ ددې ترڅنګ چې «داعش په پاکستان کې فعاليت کوي» ویلي، داسې ښکاري چې داعش او ځینو نورو ډلو د پاکستان د حکومت تر ملاتړ لاندې د فعالیت اجازه ترلاسه کړې ده.»
د پاکستان د دفاع وزیر تر دې مخکې پر اېکسپاڼه لیکلي وو چې افغانستان ۲۰۲۴ کال (د طالبانو تر کنټرول لاندې) د داعش خراسان د جلب او جذب مرکز و.
خواجه آصف طالبانو ته «سپارښتنه» کړې چې «د ترهګرو بنسټونه له منځه وړلو او د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې د کارولو د مخنیوي لپاره ښکاره او د تایید وړ اقدامات ترسره کولو لپاره نړیوالې ټولنې ته ورکړل شوي تضمینونه پوره کړي.»
هغه د ملګرو ملتونو د څارونکې ډلې د راپورونو په استناد ویلي چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، القاعده او نورو ډلو په ګډون تر لسو زیاتې ترهګرې ډلې فعالیت کوي.
د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون او فعالیت یو له مهمو امنیتي مسلو څخه دي چې په سیمه ییزو غونډو کې پرې بحثونه کیږي.
تر دې مخکې د روسیې، ایران او چین په ګډون چې ويل کېږي، طالبانو ته نږدې دي یو شمېر هېوادونو چې افغانستان په اړه د مسکو د غونډې په وروستۍ اعلامیه کې ټینګار کړی و چې د افغانستان خاوره باید د سیمې د هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.