د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان وايي، د افغانستان د اوبو حق به له طالبانو سره د خبرو له لارې ترلاسه کړي.
نوموړي له یوې ایراني رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې د ایران او طالبانو ټیمونه به د هلمند له سيند څخه د دغه هېواد د اوبو د مسلې د حل لپاره خبرو ته کېني.
د ایران ولسمشر وايي: « والي او د انرژۍ وزارت یو ټیم موظف شوی چې په دې برخه کې له ګاونډي او ورور هېواد افغانستان (طالبانو سره) خبرې وکړي. موږ د ولایتي ادارې او د انرژۍ وزارت له لارې کار کوو چې شته ستونزې هوارې کړو.»
د هلمند په سيند کې د ایران د اوبو حق
دا په داسې حال کې ده، چې هلمند له سيند څخه د ایران د اوبو د حق مسله له څو کلونو راهیسې د دغه هېواد او افغانستان تر منځ یو له جنجالي بحثونو څخه ده.
که څه هم افغان حکومت په ۱۳۵۱ هجري لمریز کال کې د دغه هېواد د پخواني پاچا محمد ظاهر په مشرۍ له ایران سره تړون لاسلیک کړ او د هغو اوبو اندازه چې د هلمند له سيند څخه به ایران ته ځي؛ په کې مشخصه شوې وه؛ خو دغه هېواد له څو لسیزو راهیسې د خپلو اوبو د حق له نه ترلاسه کولو شکایت کوي.
د يادونې وړ ده، چې له ايران سره د دغه تړون د لاسليکولو پلاوي مشري د هغه مهال د افغان حکومت د کابينې يو وزير موسى شفيق کوله.
په همدې حال کې په هېواد کې واک ته له رسېدو وروسته طالبانو تل ویلي چې د دغه تړون پر بنسټ د ایران د اوبو حق ادا کولو ته ژمن دي؛ خو ایران وايي چې په دغه تړون کې ټاکل شوې اوبه د دغه هېواد خاورې ته نه پرېښودل کېږي.