افغانستان

د کابل ښار په یوه سوداګریز مارکېټ کې اور لګېدنه

د چهارشنبې په سهار د کابل ښار د پل خشتي په سیمه کې د موبايلونو بازار ته څېرمه اور لګېدلى دى.

په يوه ویډیو کې چې یوه کاپي یې آمو ته رسېدلې، لیدل کېږي چې دا اور لګېدنه د «موبایل سنټر» په نوم د مارکېټ شاته رامنځته شوې ده.

په دغه سیمه کې په عمده توګه د الکترونکي سامان الاتو اوبوټانو پلورنځي شتون لري.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم د اورلګېدنې د علت او احتمالي تلفاتو په اړه څه ویلي دي.

د کابل په بازارونو کې دا ډول پېښې معمولاً د لویو زیانونو لامل ګرځي، چې لامل یې د مخنیوي د مناسبو تدابیرو نشتوالی دی.