سیمه ییزو سرچینو آمو ته ویلي، چې د سرپل ولایت په مرکز کې د څړځاى پر سر د جګړې په پایله کې ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه شخړه تېره ورځ (د مرغومي په ٧مه) د دغه ولايت د مرکز اړوند د سنګ تودې آدرنګ او يارانه کليو د اوسېدونکو ترمنځ رامنځته شوې ده.
سرچینه وايي، چې دغه پېښه د سنګ تودې کلي د کوچیانو او د آدرنګ کلي د اوسېدونکو ترمنځ رامنځته شوې او تلفات هم لري.
د طالبانو تر ادارې لاندې د سرپل د امنیې قوماندانۍ ویاند نقیب الله علم یار هم د دې پېښې په تاییدولو سره وايي، چې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې روغتيايي مرکزونو ته لېږدولي دي.
خو نوموړي د دې پېښې تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.