په افغانستان کې د ایټالیا سفارت اعلان کړی چې هېواد یې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر له خوا اداره کېږي، ۴.۵ میلیونه یورو مرسته وکړه.
دغه سفارت نن (سه شنبه د مرغومي په ۴مه) په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې دغه مالي مرسته د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت او نړیوالو همکاریو له خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بنسټونو ملاتړ په موخه ځانګړې شوې، څو په دې هیواد کې بشري بحران ته په چټکۍ او اغېزمن ډول ځواب ووایي.
ايټاليا همدارانګه له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو پر دوام ټينګار کړى دى.
په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې ایټالیا په بېړنیو حالاتو کې د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه د بشري مرستو هڅو ته دوام ورکوي.
ايټاليا همداراز تېره اوونۍ اعلان وکړ چې په افغانستان کې د زيانمنو راستنېدونکو او داخلي بې ځايه شويو کسانو د ملاتړ په موخه يې د کډوالو له نړيوال سازمان ته ٣.۵ ميليونه يورو ځانګړې کړي دي.