د طالبانو تر ادارې لاندې د ټولګټو وزارت اعلان کړی، چې د سالنګ لویه لار به سبا (سه شنبه د مرغومي په ۴مه) د بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو په ګډون د ټولو موټرو پر مخ پرانیستل شي.
د طالبانو تر ادارې لاندې د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د دغې خبرپاڼې په خپرولو سره له مسافرو غوښتي چې په دغې لارې د تګ پر مهال له احتیاطه کار واخلي.
طالبانو په دې خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی، چې د خوندیتوب تدابیرو له سپارښتنو د سرغړونې په صورت کې به له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي.
په دې خبرپاڼه کې، مسافرینو ته سپارښتنه شوې چې لاندې ټکي په پام کې ونیسي:
۱- له سفر مخکې د هوا حالات وګوري او ډاډ ترلاسه کړي چې د سالنګ لاره خلاصه ده.
۲- مسافر باید د ژمي وسایل له ځانه سره ولري.
۳- موټر چلوونکي باید ترافیکي قوانین مراعات کړي او له غیر قانوني سرعت او تېز تګ څخه ډډه وکړي.
۴- موټر چلوونکي باید د خبرتیا نښو ته پام وکړي او اجازه ورکړل شوي ترافیکي فاصله په پام کې ونیسي.
۵- که د واورو او توپان له امله لاره بنده وي، له تګ څخه باید ډډه وشي.
۶- د دې لارې د کارکوونکو لارښوونو ته جدي پاملرنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له تېرو دوو کلونو راهیسې په وقفه يي ډول د سالنګ لویه لار د ګڼو موټرو پر مخ تړلې ده.
د دغې لويې لارې قسمي او نسبي بندښت د هېواد اوسېدونکي له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.
دغه هېوادواب وايي، که څه هم طالبانو ادعا کړې چې دغه لویه لاره په اساسي ډول رغوي؛ خو هغه څه چې د دې لارې په رغولو کې تمه کېده، نه ده ترسره شوې او ډېرې برخې یې لا هم ویجاړې پاتې دي.