د امریکا د ویرجینیا ایالت یوې محکمې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی معين او د دغه هېواد پخوانی ډیپلوماټ هارون حکیمي د جنسي تیري په تور کې پاک ثابت کړ.
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر عبدالباري جهاني اعلان وکړ چې د ویرجینیا محکمې د جمعې په ورځ د هارون حکیمي په حق کې پرېکړه وکړه او هغه یې بې ګناه اعلان کړ.
د تېر کال په کب مياشت کې یوې ۲۷ کلنې ښځې پر هارون حکیمي د جنسي تېري تور ولګاوه؛ خو نوموړي دا تورونه «بې بنسټه» وبلل او له پیله یې پر خپله بې ګناهۍ ټینګار کاوه.
پر ښاغلي حکیمي تورونو د افغانانو او سیاستوالو پراخ غبرګونونه راوپارول. يو شمېر کسانو پر هغه نيوکې وکړې او د حساب غوښتنه يې وکړه، په داسې حال کې چې بلې ډلې يې ملاتړ کاوه.
هارون حکيمي د هېواد په تېر حکومت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معين او همداراز د ديپلومات په توګه کار کړى دى.