افغانستان

په ټول هېواد کې د ګوزڼ واکسین د کمپاین نوی پړاو پیل شو

عکس له آرشیف

نن دوشنبه د مرغومي په ۳مه د پوليو واکسين کمپاين نوی پړاو هېواد په ۱۱ ولايتونو کې پيل شو.

د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د کمپاین په دې پړاو کې به په افغانستان کې شاوخوا ۴،۸ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.

د يادونې وړ ده، چې دغه کمپاين په کابل، کندهار، هلمند، اروزګان، زابل، ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، هرات او کندوز ولايتونو کې پيل شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د نړۍ له هغو دوو هېوادونو څخه دی چې لا هم د پولیو په کې شتون لري. د افغانستان تر څنګ په پاکستان کې هم د پولیو له ناروغۍ سره مخامخ دی.

د ملګرو ملتونو او عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د روان کال تر اکتوبر میاشتې پورې په هېواد کې ۲۳ ماشومان فلج شوي دي. پداسې حال کې چې دا شمېر په ٢٠٢١کال کې یوازې دوه پېښې وې.

تر دې مخکې سرچینو آمو ته ویلي و، چې طالبانو د روان هجري لمریز کال د تلې په میاشت کې د هلمند او کندهار په ګډون په جنوبي ولایتونو کې کور په کور د پولیو ضد واکسین کمپاینونه ودرول.

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو پر بنسټ، سږ کال په ټوله نړۍ کې د پولیو ۷۱ پېښې ثبت شوي، چې ۲۳ یې په افغانستان او ۵۰ یې په پاکستان کې دي.