افغانستان

د کابل – کندهار پر لویه لار د دوو ترافیکي پېښو له امله د مړو شویو شمېر ۴۶ ته ورسېد

د کابل- کندهار په لویه لار د ترافيکي پېښې انځور

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس خبر ورکړ چې د کابل- قندهار په لويه لاره د ترافيکي پېښو له امله د مړو شمير ۴٦ تنو ته لوړ شوى او څه ناڅه ٨٠ تنه نور ټپيان شوي دي.

دغه دواړه پېښې تېره شپه شاوخوا يوولس بجې (چهارشنبه د ليندۍ په ٢٨مه) د يادې لويې لارې په اوږدو کې له يو بل څخه د ١۵ کيلومترو په واټن کې رامنځته شوې دي.

خو دوو خپلواکو سرچینو آمو ته ویلي، چې په دې پېښو کې د مړو شمېر تر ۴۶ ډېر دی.

د يادونې وړ ده، چې دغه پېښې هغه مهال رامنځته شوې، چې دوه ۵٨٠ ډوله مسافر وړونکو موټرونو په دغه لويه لاره د ګازو له دوو ټانکرونو سره ټکر وکړ.

سرچينې وايي، چې د دې پېښې له امله د مرګ-ژوبلې د زياتېدو احتمال هم شته.

دغو سرچینو ویلي چې د دغې پېښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ترافيکي پېښو زياتوالي د هېواد خلک اندېښمن کړي دي.

د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعت د دا ډول پېښو د رامنځته کېدو لاملونه بلل کېږي.