د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، د دغه هېواد حکومت د کرج په قزل حصار زندان کې د یوه افغان په ګډون لس کسان اعدام کړل.
که څه هم دغه سازمان په مشخص ډول د دغه افغان وګړي د تور په اړه څه نه دي ویلي؛ خو زياته کړې يې ده، چې دغه لس کسان د « قصدي قتل»او «نشه يي توکو» په تور اعدام شوي دي.
د دغه سازمان د راپور له مخې، د دغه افغان وګړي نوم عبدالله تاجک و او د تېرې چهارشنبې په ورځ (د ليندۍ په ۲۱مه) د هغه د اعدام حکم پلي شو.
په ایران کې په تېره یوه میاشت کې د افغانانو د اعدامونو شمېر
دا په داسې حال کې ده چې په تېره یوه میاشت کې د دغه هېواد په ګډون ۱۵ افغان اتباع په بېلابېلو تورونو اعدام شوي دي.
د دغه هېواد د قزل حصار په مرکزي زندان او د مشهد په مرکزي زندان کې ډېری افغان اتباع د «نشه يي توکو» په تور په اعدام محکوم شوي دي.
د اعدام شرایط
په ایران کې یو شمېر اتباع وايي چې په دغه هېواد کې افغان بندیان وکیل ته لاس رسی نه لري.
د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په ایران کې د افغانانو د اعدام کچه کال په کال مخ په زیاتیدو ده.
د ایران د بشري حقونو سازمان مخکې په خپله رسمي اېکسپاڼه لیکلي وو چې د ایران مرکزي زندانونه، قزل حصار، اصفهان، مشهد، زاهدان، شیراز، یزد او بندر عباس په وروستیو کلونو کې د افغانانو د اعدامونو شاهدان دي.
په ایران کې په تېر یوه کال د اعدام شویو کسانو شمېر
د ایران د بشري حقونو د سازمان د شمېرو پر بنسټ، په دې هېواد کې د نشه یي توکو په تور د اعدام شویو کسانو شمېر په وروستیو کلونو کې په بې کچې ډول زیات شوی دی.
د دغو شمېرو پر بنسټ، ایران په ۲۰۲۳ کال کې په دغه هېواد کې ۴۷۱ کسان د نشه يي توکو په تور اعدام کړي دي. په داسې حال کې چې د ۲۰۲۲ کال احصایې ښيي چې سږ کال ۲۵۶ کسان اعدام شوي چې په دغو اعدامونو کې شاوخوا ۸۴ سلنه زیاتوالی ښيي.