افغانستان

ملګري ملتونه وايي د «ګډ پياوړي کولو» کمپاین یې پیل کړی

انځور له ملګرو ملتونو

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېسيون وايي، په ټول افغانستان کې یې د «ګډ پیاوړي کولو» تر نامه لاندې د ۱۶ ورځني نړیوال کمپاین د یوې برخې په توګه یو لړ فعالیتونه تنظیم کړي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېسيون پر اېکس لیکلي: «د نندارتونونو او پوهاوي غونډو له لارې، موږ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره ټولنې سره متحدې کوو.»

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو کمپاین په ټوله نړۍ کې د ښځو او نجونو د ملاتړ پر اهمیت ټینګار کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د طالبانو تر ادارې لاندې د طالبانو له پراخو بندیزونو سره مخ دي.

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکه، چې مشري یې د ښځو د حقونو فعاله ترنم سعیدي کوي، د «ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي نړیوالې ورځې» په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره به ۱۶ ورځنی کمپاین پیل کړي.

د دې شبکې په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو تر واک لاندې ښځې له «له زیاتېدونکي تاوتریخوالي، ټولنیز ذلت او سیستماتیکي بې عدالتیو» سره مخ دي، د زده کړو او د کار حق په ګډون يې ډېر بنسټیز حقونه او ټولنیزې آزادۍ په «سخت ډول» محدودې شوې دي.

په تېرو درېیو کالونو کې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو ته د ښځو او نجونو پر تګ بندیز لګولی دی. طالبانو د نجونو او ښځو لپاره پوهنتونونه هم بند کړي دي.