د هرات ښار یو شمېر بې ځایه شوي په دغه ښار کې کسب او کار د فرصتونو له نشتوالي شکایت کوي. دوی وايي چې په سختۍ سره خپلو کشورنیو ته یوه مړۍ ډوډۍ برابروي.
سمیع الله درې کاله وړاندې د خپل اقتصادي وضعیت د ښه کېدو په هیله کابل پریښود. هغه هرات ته راغی تر څو د ژوند اقتصادي څرخ يې د پخوا په پرتله ښه وڅرخي.
سمیع الله د هرات ښار په یوه کونج کې د سوپ یو کوچنی دوکان لري. هغه وايي چې له دې کوچني کاروبار څخه بايد هره مياشت د خپل کور او هټۍ کرايې لپاره اته زره افغانۍ برابرې کړي.
سمیع الله د یوې شپږ کسیزې کورنۍ رزق ګټونکى دی. دى وايي، چې د ژوند لګښت ډېر شوى، خو عايد يې کم شوى دى.
هغه آمو ته وويل: «زه هغه هټۍ ته درې زره افغانۍ ورکوم چې کار پکې کوم، څلور زره افغانۍ د کور کرايه، زر افغانۍ برېښنا بيل دى، اته زره افغانۍ کرايه ورکوم، ښه ده د ورځې زر افغانۍ کار کوم.»
له سميع الله څخه لږ لرې، بشير احمد هم تر نيمې شپې پورې د سړک په غاړه مېوه پلوري، څو خپلې کورنۍ ته يوه مړۍ حلاله روزي پيدا کړي. نوموړی د غور ولایت اصلي اوسېدونکی دی. هغه هرات ته د کار لپاره راغلی و.
بشیر احمد وايي: «که رښتیا ووایم، زموږ لپاره هیڅ هم نه پاتې کېږي. دلته چې د سهار لمونځ نه وروسته له څلورو بجو څخه کار کوو د شپې تر اتو بجو پورې ځان خورو. ډیری شپې موږ خالي لاس هم کور ته ځو.»
له دې ټولو سره؛ په هرات کې ځايي سرچينې وايي، چې په تېرو درېيو کلونو کې واک ته د طالبانو په راتګ سره؛ د هرات او ګاونډیو ښارونو د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي د بېکارۍ له امله هرات ته راغلي دي. تر څو دلته د کار فرصت پيدا او د ژوند لګښت برابر کړي.
خو په هرات ښار کې د ځايي سرچینو په وینا بې ځایه شوي کسان ښه کاروبار نه لري.