په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د طالبانو د کډوالو چارو پر وزیر خلیل الرحمان حقاني د پروني برید په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې ترورېزم « په هېڅ ځاى کې ځاى نه لري»
یوناما پر اېکس په یوه خبرپاڼه کې دغه برید غندلی او لیکلي یې دي: «د ترهګرۍ لپاره هیڅ ځای نشته. موږ اغېزمنو کورنیو ته خپله خواخوږي وړاندې کوو.»
د چهارشنبې ورځې برید
د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل رحمان حقاني په کابل کې د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت په انګړ کې په یوه چاودنه کې ووژل شو. سرچینو آمو ته ویلي چې په چاودنه کې د هغه درې ساتونکي هم وژل شوي دي.
نوموړی د حقاني شبکې د بنسټګر جلال الدین حقاني ورور او د طالبانو د اوسني کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تره و. چې د طالبانو واک ته رسېدو وروسته د کډوالو چارو وزارت وزير وټاکل شو.
خلیل رحمان حقاني له ۲۰۱۰ کال وروسته تر ډېره د پاکستان په شمالي وزیرستان او پېښور کې فعاليت کاوه او د حقاني شبکې لپاره يې د مالي مرستو راټولولو په برخه کې مهم رول درلود.
داعش ډلې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى او زياته کړې يې ده، چې په دې بريد کې يې خليل حقاني په نښه کړى دى. دغې ډلې زیاته کړې ده چې د دغه برید مسوول کس توانیدلی چې له امنیتي خنډونو څخه تېر شي او مطلوب ځای ته ځان ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تل په افغانستان کې د داعش شتون او فعالیت رد کړی دی.