افغانستان

اروپايي ټولنې او سعودي عربستان د طالبانو د کډوالو چارو پر وزیر برید وغانده

خلیل الرحمن حقاني د طالبانو د کډوالو چارو وزیر او د حقاني شبکې د بنسټګر جلال الدین حقاني ورور

اروپايي ټولنې او په کابل کې د سعودي عربستان سفارت د طالبانو د کډوااو چارو پر وزیر خلیل رحمان حقاني بريد چې هغه پکې ووژل شو، وغانده.

اروپايي ټولنې پر اېکس لیکلي دي: «اروپایي ټولنه د تاوتریخوالي ټول اعمال په کلکه غندي. موږ د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو پر وزير او پر څو تنو قربانیانو بريد غندو.»

په ورته وخت کې په کابل کې د سعودي عربستان سفارت هم دغه پېښه غندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

ياد سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي:«سعودي عربستان د هر ډول تاوتریخوالي، ترهګرۍ او افراطیت پر وړاندې د افغانستان د افغانستان د خلکو ملاتړ کوي.»

پر خلیل الرحمن حقاني برید

د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل رحمان حقاني پرون (چهارشنبه،ليندۍ٢١مه) په کابل کې د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت په انګړ کې په یوه چاودنه کې ووژل شو.

سرچینو آمو ته ویلي چې په دې چاودنه کې د هغه درې ساتونکي هم وژل شوي دي.

خلیل الرحمن حقاني د طالبانو د اوسني کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تره و. واک ته د طالبانو له راتګ وروسته نوموړی د کډوالو چارو وزارت لپاره د طالبانو د مشر په توګه وټاکل شو.

د برید مسؤلیت

داعش ډلې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى او زياته کړې يې ده چې په دغه بريد کې يې خليل حقاني په نښه کړى و.

د داعش په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغه بريد مسؤل کس توانیدلی چې له امنیتي خنډونو څخه تېر او مطلوب ځای ته ځان ورسوي.

دغه ډله وايي، چې د دوی دغه جنګیالى د خلیل الرحمن حقاني او ورسره د څو مرستیالانو او ساتونکو د وتلو په تمه و، چې د هدف په لیدو یې خپل چاودېدونکي واسکټ ته چاودنه ورکړه او د یو شمېر ساتونکو او اداري مرستیالانو په ګډون یې دغه چارواکی وواژه.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تل په افغانستان کې د داعش شتون او فعالیت رد کړی دی.