افغانستان

طالبان وايي، په ننګرهار کې د مالټو حاصلات ډېر شوي دي

په ننګرهار کې د مالټو د یوه باغ عکس

د طالبانو تر واک لاندې د کرنې او اوبو لګولو وزارت وايي، په ننګرهار ولایت کې سږ کال د مالټې حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر شوي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سږ کال په ننګرهار کې پر ۲زره ۷۵۳ جریبه ځمکه د مالټو باغونو پوښلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر ادارې لاندې دغه وزارت تېر کال د دغه ولایت د مالټو د باغونو احصایې نه دي خپرې کړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د مالټې دغه باغونه د ننګرهار په ۱۷ ولسوالیو کې دي او تمه کېږي، چې سږ کال به له دې باغونو ۱۱ زره ۱۳ ټنه مالټه ترلاسه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد یو شمېر کروندګر او بڼوالان وايي، چې هر کال د کرنیزو محصولاتو د حاصلاتو په موسم کې د دوی د محصولاتو بیې ټېټېږي چې دوی يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی وايي چې د حاصلاتو په موسم کې د دغو محصولاتو د بیو ته په پام د دوی لپاره د کښت د لګښتونو پوره کول ستونزمن دي.

دغه بڼوالان وايي خپلو محصولاتو ته د بازار د پيدا کولو او بهر ته يې صادرولو غوښتنه کوي.