افغانستان

نتانیاهو: جان کیري ته مې ويلي و چې په افغانستان کې د امریکا پالیسي ناکامه ده

انځور له رويټرز

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د سه شنبې په ورځ (ليندۍ ۲۰) د ده تر مشرۍ لاندې د حکومت د «فساد» په اړه د شاهدۍ په ترڅ کې وویل چې ده مخکې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کیري ته ویلي وو چې په افغانستان کې به د امریکا پاليسي ناکامه وي.

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې او د هغه په ​​وینا د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کري بنیامین نتانیاهو ته د خپل ماموریت پر مهال ویلي و چې له افغانستان سره د امریکا د چلند څرنګوالی په څېر له اسرائیلو ته پېښېدونکي ننګوونې وڅېړي.

خو هغه وايي، چې د امريکا د بهرنيو چارو پخواني وزير د دغو څرګندونو په غبرګون کې يې ويلي و، چې د افغانستان په اړه به د امريکا تګلاره ناکامه وي.

ياده دې وي، چې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کیري د افغانستان د پخواني ملي یووالي حکومت په جوړولو کې مهم رول لوبولی دی.

ښاغلي نتانیاهو د شهادت په ترڅ کې جان کیري ته د هغه ځواب ته په اشارې سره یادونه وکړه: «زه نه شم ویلای چې کله؛ خو ستاسو پالیسي به په افغانستان کې ناکامه وي.»

له افغانستانه د امریکا وتل

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې له شل کلن حضور وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکا وتل، د نړۍ په کچه او د امریکايي چارواکو او هېوادوالو له توندو او سختو نیوکو سره مخ شوي دي.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپلو ټاکنیزو کمپاینونو په ترڅ کې د بایډن ادارې تر څارنې لاندې د امریکايي ځواکونو وتل «ناورین زیږونکې او د شرم وړ پېښه» بللې وه.

هغه مخکې ویلي وو چې که دی د ښاغلي بایډن پر ځای په واک کې وای، نو داسې پېښه به نه واى شوى، د وتلو بهیر به یې «مشروط» کړی وای او د بګرام اډې به یې ساتلې وای.

په همدې حال کې اېن بي سي نیوز مخکې د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې ښاغلی ټرمپ له افغانستانه د وتلو په بهیر کې د ښکېلو امریکايي افسرانو، جنرالانو او پوځیانو د محاکمې په لټه کې دى.

د دغه خبري چینل د خبر له مخې د ډونالډ ټرمپ د لېږد ټیم ​​د دغو کسانو نوملړ چمتو کوي او د هغوي د محاکمې د احتمال په هکله په خبرو اترو بوخت دي.