افغانستان

سرچینې: طالبانو په غور کې پر ټولنیزو رسنیو د ماشومانو د انځورونو پر خپرېدو بندیز ولګاوه

عکس از مکتوب ارسالی طالبان در غور

سیمه ییزو سرچینو د طالبانو د یوه لیک یوه کاپي آمو ته رالېږلې او ویلي یې دي چې طالبانو په غور ولایت کې د یوټیوب، اٸکس، فیسبوک او انسټاګرام په ګډون په ټولنیزو رسنیو کې د ماشومانو د انځورونو په خپرولو بنديز ولګاوه.

د طالبانو تر ادارې لاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته منسوب په ۲۰۶۳ ګڼه مکتوب کې راغلي: « د امارتي (طالبانو) او غیر امارتي څانګو د ګډې کمېټې د پرېکړې پر بنسټ، د ماشومانو د ساتنې په برخه کې په ډله ایزو رسنیو یوټیوب، اېکس، «فیسبوک او نورو شبکو له لارې د ماشومانو د معصومو څېرو انځورونو خپرول چې د دوی شخصیت ته زیان رسوي منع دي.»

د دغو سرچینو په وینا، طالبانو یو شمېر رسنۍ «مغرضې» بللې او زیاته کړې یې ده، چې دغه رسنۍ د ماشومانو په اړه داسې راپورونه خپروي، چې «د ماشوم شخصیت او کورنۍ ته زیان رسوي او د ماشوم ژوند له ګواښ او خطر سره مخ کوي. .»

طالبانو په غور کې د یوټیوب په ګډون د رسنیو کارکوونکو ته امر کړی چې په ټولنیزو رسنیو کې د ماشومانو د څېرو عکسونو له خپرولو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له دې وړاندې هم د هېواد په څه باندې شپږو ولایتونو کې د ټلوېزيون له لارې د ژونديو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز لګولی و.

خو د رسنیو او بیان ازادۍ یو شمېر ملاتړي بنسټونه وايي، چې د طالبانو دا کړنې پر رسنیو لا زیات محدودې او سانسوروي او په هېواد کې د اطلاعاتو د ازاد بهير مخه نیسي.