د آمو د موندنو پر بنسټ چې د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر خبري اژانس د راپور له مخې راټول شوي دي، په تېره یوه اوونۍ کې ایران او پاکستان ۶۷۴ افغان کډوالې کورنۍ اېستلي دي.
د دغو راپورونو پر بنسټ، دغه کورنۍ له ایران او پاکستان څخه د تېرې اونۍ له شنبې څخه تر چهارشنبې (د ليندۍ له ۱۰مې تر ۱۴مې) په «جبري او داوطلبانه» توګه راستنې شوې.
دغه خبري آژانس د تېرو دوو ورځو احصایې نه دي خپرې کړي.
د دغو شمېرو له مخې په تېره یوه اوونۍ کې ایران ۴۸۵ او پاکستان ۱۸۹ کډوالې کورنۍ ایستلې دي.
د آمو موندنې ښيي چې د تېرې اوونۍ په پنځو ورځو کې ۹۴ کورنۍ د تورخم له لارې او ۹۵ کورنۍ د سپین بولدک له لارې بېرته افغانستان ته راستنې شوې دي.
په همدې حال کې د دغو شمېرو پر بنسټ، ۱۱۳ کورنۍ د نیمروز ولایت د پل ابرېشم او دغه راز ۳۷۲ نورې کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.
په همدې حال کې ایران او پاکستان هم تر دې یوه اوونۍ مخکې (د ليندۍ له دریمې تر نهمې) ۹۸۹ افغان کډوالې کورنۍ شړلي دي.
د دغو شمېرو له مخې، ایران ۷۵۳ او پاکستان ۲۳۶ کډوالې کورنۍ په جبري او اختياري ډول افغانستان ته اېستلې دي.
د يادونې وړ ده، چې دغه کډوالې کورنۍ د ننګرهار، کندهار، نيمروز او هرات ولايتونو له سرحدي لارو هېواد ته راستنې شوې دي.