افغانستان

برېټانيا شارزدافېر: په طبي موسسو کې ښځې له زده کړو منع کول د دوی د زده کړو حق ته یو بل «سپکاوی» دی

په افغانستان کې د برېټانيا د سفارت شارژدافېر رابرټ ډیکسن د طالبانو د هغې پریکړې په غبرګون کې چې په طبي موسسو کې یې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز ولګاوه، دغه کړنه «د ښځو د زده کړو او روزنې حق ته یو بل سپکاوی» بللی دی.

هغه پر اېکس په یوه پیغام کې لیکلي: «زه د هغو نویو راپورونو له امله سخت اندېښمن یم چې طالبان په افغانستان کې د ښځو د طبي زده کړو مخه نیسي. دا د ښځو د زده کړو حق ته یو بل سپکاوی دی.»

ښاغلي ډیکسن دا خبرداری هم ورکړ چې دا بندیز به روغتیایی خدمتونو ته د افغان مېرمنو او ماشومانو لاسرسی نور هم محدود کړي.

باخبرو سرچینو آمو ته تایید کړې چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په یوه نوي فرمان کې ټول طبي او نيمه عالي زده کړو بنسټونه د نجونو پر مخ تړلي دي.

د سرچینو په وینا، د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د روغتیايي بنسټونو له مسوولینو سره په کتنه کې اعلان وکړ چې له دې وروسته به په دغو ښوونیزو موسسو کې نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.

د وروستي تعلیمي فرصت له لاسه ورکول

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز له لګېدو وروسته ډېرو نجونو په طبي موسسو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکاوه. له دې نوي فرمان سره له افغان نجونو څخه په طبي انسټيټيوټونو کې د زده کړو د دوام وروستی فرصت هم له لاسه ورکړ.

له درېیو کالونو راهیسې، طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځي ته له تګ څخه منع کړي دي. په همدې حال کې افغانستان د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابلو له سخت کمښت سره مخ دی.

کارپوهان خبرداری ورکوي، چې دا پرېکړه به نه یوازې د افغانستان د روغتیايي سیستم کړکېچ نور هم پسې زیات کړي، بلکې د افغان مېرمنو او ماشومانو راتلونکي نسل ته به نه جبرانېدونکي زیانونه ورسوي.