افغانستان

په بدخشان کې يوې ترافيکي پېښې يو تن مړ او درې تنه نور ټپيان کړل

د بدخشان ولايت د فيض آباد – کشم پر لويه لاره يوې ترافيکي پېښې يو تن مړ او درې نور ټپيان کړل.

دبدخشان ولايت دامنيه قوماندانۍ وايي دغه پېښه تېره شپه ددغې لويې لارې په قلعه ظفر سيمه کې رامنځته شوې ده.

د طالبانو په وينا، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې يو کرولا ډوله موټر له يوه باروړونکي موټر سره ټکر وکړ.

د يادونې وړ ده، چې ټپيان د بدخشان مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د فيض آباد – بهارک پر لويه لاره يوې بلې ترافيکي پېښې شپږ تنو ته مرګ-ژوبله واړوله.

دبدخشان ولايت دامنيې قومانداني وايي چې دغه ترافيکي پېښه د يکشنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه، چې د مسافرو يو موټر له سړکه واوښت او د کوکچه سيند ته ولوېو او د دغه موټر ټول سپاره کسان په اوبو کې ډوب شول.

د سړکونو د سمو بنسټونو نشتوالی، د ترافیکي قوانینو نه مراعت او د بې کیفیته موټرو کارول هغه لاملونه دي چې په دې وروستیو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې زیاتې کړې دي.