د طالبانو د سټنډرډ عالي شورا په خپله دویمه ناسته کې په بېلابېلو برخو کې ۳۰ معیارونه تصویب کړل.
د طالبانو د وزيرانو شورا د اقتصادي مرستيال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سټنډرډونه د ساختماني، خوراکي توکو، مشروباتو، طبي، کانونو، تېلو، نساجۍ، چاپېريال او برېښنا په برخو کې منظور شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې دغه غونډه نن (شنبه، د ليندۍ ۱۰مه) د طالبانو تر واک لاندې د ارګ په مرمرينه ماڼۍ کې د طالبانو د رٸس الوزراء اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر په مشرۍ جوړه شوې وه.
ښاغلي برادر په دې ناسته کې وویل: «هېوادوالو ته د معیاري محصولاتو او وارداتو د رسولو لپاره د معیارونو رامنځته کولو او پلي کولو ته اړتیا ده.»
هغه له دولتي ادارو او د دوى تر ادارې لاندې بنسټونو وغوښتل چې د دغې شورا تصویب شوي معیارونه په جدي توګه پلي او تعقیب کړي.
دا په داسې حال کې ده، ې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي په هېواد کې د خوراکي توکو، تېلو، روغتیايي وسایلو او وارداتي درملو په ټیټ کیفیت نیوکه کوي.
دغه هېوادوال وايي، له يوې خوا د توکو کيفيت ټيټ دى او له بلې خوا په بازارونو کې په لوړه بيه پلورل کېږي.