افغانستان

عبدالغني برادر له شویګو سره په کتنه کې: لېواله یو چې افغانستان د سیمه ییز اقتصاد په اتصال کې رول ولوبوي

د طالبانو د رٸيس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د روسیې د ملي امنیت شورا له سرمنشي سرګي شویګو سره په لیدنه کې ویلي چې دوی لېواله دي چې افغانستان د شمال-جنوب د اقتصادي دهلېز په پیاوړتیا او پراختیا او د سیمه ييز اقتصاد په اتصال کې اغېزمن رول ولوبوي.

د طالبانو رٸيس الوزرا اقتصادي معاونيت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه کتنه د دوشنبې په ورځ(د ليندۍ ۵مه) د دوی تر ادارې لاندې د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې ترسره شوه.

روسي رسنیو او د دغه هېواد چارواکو د دغې ناستې په اړه څه نه دي ویلي او طالبانو هم په دې ليدنه کې د روسیې د ملي امنیت شورا د عمومي منشي خبرې نه دي خپرې کړې.

د روسي پلاوي سفر

د روسیې د ملي امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو د دوشنبې په ورځ (ليندۍ۵) کابل ته راغلی او دا یو له هغو لوړ پوړو روسي چارواکو څخه دی چې د طالبانو له خوا يې کوربه توب کېږي.

طالبان په کابل کې خپل حضور مهم ګڼي او وايي چې مسکو له دوی سره د اړیکو د ښه کولو ډاډ ورکړی دی.

تر دې مخکې د طالبانو د رٸيس الوزرا سیاسي معاونيت د سرګي شویګو په حواله ویلي وو، چې مسکو د شانګهای د همکاریو د سازمان کې افغانستان د څارونکي غړي په توګه غواړي.

افغانستان ته د روسي پلاوي دغه سفر د ياد هېواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین په امر شوی دی.

دغه روسي چارواکي د طالبانو د دفاع له وزیر یعقوب مجاهد سره هم لیدلي او د طالبانو د دفاع وزارت په وینا، په دې کتنه کې د امنیتي او دفاعي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.