افغانستان

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیره: د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پاى ته رسولو وخت رارسېدلی دی

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیرې حجه لحبیب د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي د نړیوالې ورځې په مناسبت ټینګار کړى چې اوس د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو وخت رارسېدلى دى.

مېرمن لحبیب د ملګرو ملتونو راپور ته په اشارې ويلي: «په هرو لسو دقیقو کې یوه ښځه د خپل مېړه یا د هغې د نږدې کس لخوا وژل کېږي.»

هغې ټینګار وکړ چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر وړاندې مبارزه د اساسي حقونو دفاع ده او زیاته کړې يې ده: «موږ باید د یوې عادلانه، خوندي او د لا انساني ټولنې د ايجادولو لپاره هڅې وکړو.»

د ملګرو ملتونو موندنې

ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې به په هرو لسو دقیقو کې یوه ښځه یا نجلۍ د خپل د ژوند ملګري یا د کورنۍ د غړو له خوا په قصدي توګه وژل شوې ده.

د دغه سازمان د راپور له مخې، سږ کال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۵زره۱۰۰ ښځې او نجونې د کورني تاوتریخوالي قرباني شوې دي.