د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د فیض آباد – بهارک پر لویه لار يوې ترافیکي پېښې له شپږو تنو ژواند واخيست.
په بدخشان ولايت کې د طالبانو امنيې قومانداني وايي، دغه پېښه د دوشنبې په ورځ هغه وخت رامنځته شوه چې د مسافرو يو موټر له سړک څخه واوښت او د کوکچې سيند ته ولوېد. د دغه موټر ټول سپاره کسان په اوبو کې ډوب شول.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په افغانستان کې ترافيکي پېښې ګڼو کسانو ته مرګ-ژوبله اړوي.
د سړکونو خرابوالى، د ترافيکي قوانينو نه رعايت او د غير معياري نقليه وسايطو کار اخيستل هغه عوامل دي، چې دغه پېښې يې زياتې کړې دي.