افغانستان

د ډلييز امنیت تړون سازمان سرمنشي: په افغانستان کې ترهګرۍ ډلې په کافي اندازه حضور لري

د ډله يیز امنیت تړون د سازمان عمومي منشي ایمانقلي تسماګامبتوف وايي، چې د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې «ترهګرې» ډلې په کافي اندازه شتون لري او دا یوه «ډېره جدي موضوع» ده.

ښاغلي تسماګامبتوف د بیلاروس له ټلویزیوني چینل( اېس ټي وي) سره په مرکه کې يومل بیا ټینګار وکړ چې د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان د امنیت شورا به د نومبر میاشت په ٢٨مه د آستانه په غونډه کې د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولو د امنيت د ټینګولو پلان تصویب کړي.

د پولو د پیاوړتیا لاملونه

د هغه په ​​وينا، دغه پلان د تاجکستان او افغانستان د پولو د پراختيا لپاره يو نړيوال هدفمند پروګرام دى؛ ځکه د افغانستان مسله همدا اوس د دغه سازمان له موضوعاتو څخه ده.

د ډله ایزو امنیت تړون د سازمان سرمنشي په دې مرکه کې وویل: «تاسو ښه پوهیږئ چې افغانستان منځنۍ اسیا ته څه معنی لري. البته دا یوه جدي ستونزه ده.»

طالبانو تر دې وړاندې د دوى تر واکم لاندې افغانستان کې د «ترهګرو» ډلو شتون او فعالیتونه رد کړي، چې د سیمې او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو امنیت ته ګواښ ګڼل کېږي.

خو ایمانقلي تسماګامبتوف وايي: «په افغانستان کې لا هم کافي ترهګریز سازمانونه شتون لري او دا یوه جدي ستونزه ده.»

د هغه په ​​وينا، د دغه پلان تصويب د ډله ييز امنيت تړون سازمان غړو هېوادونو ته اجازه ورکوي چې په ګډه د پولې دې برخې ته پراختيا ورکړي او په دې توګه د منځنۍ اسيا د هېوادونو امنيت په لومړي سر کې تضمين کړي.