افغانستان

حسن کاظمي قمي په افغانستان کې د ایران د ځانګړي استازي او سفیر په توګه له خپلې دندې ګوښه شو

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د ایران ځانګړی استازی او سفیر حسن کاظمي قمي له خپلې دندې ګوښه شو.

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سید عباس عراقچي د فرمان له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو پخوانی مرستیال علیرضا بیګدلي په کابل کې د ایراني پلاوي د نوي مشر په توګه وټاکل شو.

د راپورونو له مخې د ایران حکومت د افغانستان په چارو کې د ولسمشرد ځانګړې استازولۍ دنده لیرې کړې ده.

په نوي جوړښت کې به په افغانستان کې د ایران ځانګړی استازی د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت تر څارنې لاندې فعاليت کوي.

حسن کاظمي قمي په ۱۴۰۱ کال کې په کابل کې د ایران د سفیر په توګه وټاکل شو. نوموړي د سفیر د دندې تر څنګ په افغانستان کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه هم کار کاوه.

هغه له طالبانو سره د تعامل د پاليسۍ د پرمخ وړلو دنده پر غاړه درلوده.

ښاغلي قمي د افغانستان د ستونزې د حل لپاره په سیمه ایزو نوښتونو ټینګار درلود.

تر دې مخکې پاکستان هم د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی له دندې لرې کړی و.

کاظمي قمي پخوا په عراق کې د ایران سفیر و. په ٢٠٠٧کال کې، امریکایی جنرال ډیویډ پیټراٸوس ادعا وکړه چې کاظمي قمي د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک غړی دی.