افغانستان

آندري رودينکو: روسیه به د ترهګرو ډلو له لېست څخه د طالبانو د اېستلو بهیر نه دروي

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر آندري رودینکو وايي، هېواد یې د ترهګرو ډلو له لېست څخه د طالبانو د اېستلو د بهیر د « ځنډولو» اراده نه لري او نه یې دروي.

په ورته وخت کې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي چې لا هم وختي دی او دا بهیر به «په تدریجي ډول او ګام په ګام» ترسره شي.

نوموړي له تأس خبري اژانس سره په مرکه کې زیاته کړه: «د ترهګرو سازمانونو له لېست څخه د طالبانو د اېستلو لپاره د قانوني مراحلو بشپړول به له افغانستان سره (د طالبانو تر ادارې لاندې) په بېلابېلو برخو کې په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې د روسیې تعامل ته مثبت انګېزه ورکړي.»

په رسميت پېژندنه

دغه روسي ديپلومات د طالبانو د رسميت پېژندلو په اړه همداراز وويل چې «دا په ډېر وخته وي چې په دې اړه خبرې وشي.»

هغه زیاته کړه: «روسیه له اوسني افغان چارواکو (طالبانو) سره د متقابلو ګټو په مسلو کې د عملي ښکېلتیا لپاره ګامونه پورته کوي.»

روسیه په سیمه کې یو له هغو هېوادونو ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واک راهيسې یې له دوى سره نږدې اړیکې درلودې. خو تر اوسه يې طالبانو په رسمیت نه دی پېژندلي.

د رسميت نه پیژندلو لاملونه

د يادولو وړ ده، چې د طالبانو د واک د بيا ټينګښت راهيسې روسیې په کابل کې خپل سفارت فعال ساتلی او د افغانستان په اړه یې د مسکو فارمټ په وروستۍ غونډه کې د طالبانو استازو ته هم بلنه ورکړې وه.

د طالبانو له درې کلنې واکمنۍ وروسته د نړۍ هېڅ هېواد او سازمان دې ته چمتو نه دی چې طالبان په رسمیت وپېژني.

له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول او له هغوی سره مبارزه، د یوه ټولګډونه حکومت جوړول او د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو تامین د طالبانو په رسمیت پېژندلو پر وړاندې د نړۍ له مهمو غوښتنو څخه دي.