په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د صوفیانو پر عبادتځاى د برید په غبرګون کې له طالبانو وغوښتل چې دغه پېښه په هر اړخېزه توګه وڅېړي.
یوناما له طالبانو همداراز غوښتي چې د دا ډول بریدونو د تکرار مخه ونیسي او د هېوادوالو ساتنه وکړي.
د برید جزٸیات
دا غبرګونونه په داسې حال کې دي، چې د پنجشنبې په ماښام (د ليندۍ لومړۍ) د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې پر یوه زیارت د وسله والو په برید کې ۱۰ تنه ووژل شول.
طالبانو دغه برید «مرموز» بللی او ویلي یې دي، چې دغه پېښه د دغه زیارت په خانقا کې رامنځته شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه بريد قربانيان ټول د صوفيه طريقت غړي وو او په خانقاه کې په «عبادت» بوخت وو.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه نه دى اخيستى.
پر زیارتونو او عبادتځایونو بریدونو
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په هېواد کې د طالبانو د بيا واک ته رسېدو راهیسې، پر دیني مرکزونو او زیارتونو لږ تر لږه پنځه بریدونه شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ دغه برید «خوشينوونکى» بللی او ټینګار یې کړی چې په هېواد کې مذهبي لږکۍ اوس هم له «جدي ګواښ» سره مخ دي.