افغانستان

د ارغواني شنبو غورځنګ په بغلان کې د صوفیانو پر مزار د برید په اړه له ملګرو ملتونو څخه د خپلواکې څېړنې غوښتنه وکړه

The room inside the shrine where the attack happened.

د ارغواني شنبو غورځنګ چې مشري یې د ښځو د حقونو فعاله مریم معروف آروين کوي د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د «سید پادشاه آغا» په نامه د صوفيانو پر زیارت د برید په غبرګون کې د پېښې په اړه د ملګرو ملتونو د خپلواکې او بې پرې څېړنو غوښتنه وکړه.

دغه حرکت په یوه خبرپاڼه کې وايي:« د عبادت پر مهال پر بې ګناه خلکو برید له یوې خوا دا ثابتوي، چې د طالبانو د ادعا برعکس، د هېواد اتباع له فکري او فزیکي خوندیتوب څخه برخمن نه دي او له بلې خوا په دې کار سره په راتلونکي کې د طالبانو لخوا د ورته سلګونو تروریستي بریدونو ترخې خاطرې راژوندي کوي.»

په دغه خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغه حرکت د معلوماتو پر بنسټ «د بغلان ولایت د امنیې قومندانۍ تر دې وړاندې هم څو ځلې په دغه خانقاه کې د صوفیانو د شتون مخه نیولې ده او هغوی ته یې ګواښ کړی چې د صوفیانو چلند د«دیني احکامو سره په تضاد کې»دي او خرافات ګڼل کیږي.

خو آمو نه شي کولاى دا خبره تاييد کړي.

د ارغواني شنبو غورځنګ زیاتوي چې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ پر مهال د تصوف اړوند زیارتونه، خانقاوې او مرکزونه په منظم او سيستماتيک ډول د بریدونو هدف وو.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په هېواد کې د طالبانو د بيا واک ته رسېدو راهیسې، پر دیني مرکزونو او زیارتونو لږ تر لږه پنځه بریدونه شوي دي.

د برید جزٸیات

دا غبرګونونه په داسې حال کې دي، چې د پنجشنبې په ماښام (د ليندۍ لومړۍ) د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې پر یوه زیارت د وسله والو په برید کې ۱۰ تنه ووژل شول.

طالبانو دغه برید «مرموز» بللی او ویلي یې دي، چې دغه پېښه د دغه زیارت په خانقا کې رامنځته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه بريد قربانيان ټول د صوفيه طريقت غړي وو او په خانقاه کې په «عبادت» بوخت وو.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه نه دى اخيستى.

غبرګونونه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ دغه برید «خوشينوونکى» بللی او ټینګار یې کړی چې په هېواد کې مذهبي لږکۍ اوس هم له «جدي ګواښ» سره مخ دي.

ښاغلي بینټ پر ېکس په یوه پیغام کې لیکلي: «د افغانستان ټول خلک باید په آزاده توګه د عبادت حق ولري.»

هغه دغه راز په افغانستان کې د قربانيانو د مخنيوي، ساتنې او عدالت په تأمينولو ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې په دې برخه کې بېړني اقدامات اړين دي.