افغانستان

د خبریالانو د ملاتړ سازمان: طالبانو په هرات کې د خبریالانو لخوا پر انځور اخیستلو بندیز وضع کړ

د خبريالانو د ملاتړ سازمان د سرچينو په حواله ويلي چې طالبانو په هرات ولايت کې هم د خبريالانو لخوا پر انځور اخيستلو بنديز ولګاوه.

په همدې حال کې، هرات شپږم ولایت شو چې د طالبانو لخوا انځوريزې او ټلوېزیوني مرکې په کې منع شوې. تېره اوونۍ طالبانو په ننګرهار ولایت کې پر انځوريزو او ویډیويي مرکو بندیز ولګاوه.

تر دې دمه په کندهار، تخار، بادغیس او هلمند ولایتونو کې د ويډيو جوړولو او انځور اخیستلو د منع حکم په بشپړ ډول پلی شوی، چې په پایله کې یې پر سیمه ییزو چارواکو او خبریالانو د نویو بندیزونو سربېره دولتي او خصوصي تلویزیونونه هم تړل شوي دي.

د خبریالانو د ملاتړ سازمان په یوه خبرپاڼه کې دا ډول بندیزونه «د بیان د آزادۍ او د خبریالانو د مسلکي فعالیتونو پر وړاندې خنډ» بللي دي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي چې عکاسي د خبریالانو لپاره د کره، مستند خبرونو او خلکو ته د راپور ورکولو لپاره یوه اړینه وسیله ده. د طالبانو له خوا د دغه ډول محدودیتونو لګول نه یوازې په افغانستان کې د رسنیو پر ازادۍ، بلکې د خلکو پر بنسټیزو حقونو هم مستقیمه اغېزه کوي.

د طالبانو دغه اقدام وروسته له هغې کېږي چې د طالبانو تر ادارې لاندې د عدلیې وزارت د طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر په نوم د قانون مصوبه خپره کړه چې د روان کال د زمري په ۳۱مه د طالبانو د مشر له خوا توشيح شوې وه.

په دې قانون کې د خبریالانو او رسنیو لپاره ځینې محدودیتونه بيان شوي، د بېلګې په توګه په ۱۷ ماده کې د طالبانو د امربالمعروف محتسب ته دنده سپارل شوې چې د هغو موادو د خپرولو مخه ونیسي چې د ژونديو موجوداتو تصویرونه پکې وي.

تر دې وړاندې د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي و چې د امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون پر بنسټ د نویو محدودیتونو لګول د رسنیو او خبریالانو ستونزې چې په تېرو درېیو کلونو کې د رسنیو د آزادۍ محدودولو لارښوونو له څپې سره مخ شوي دي، لا پسې زیاتوي.