اېن بي سي نیوز د سرچینو په حواله راپور ورکړی، احتمال لري چې د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو افسرانو لپاره نظامي محكمه جوړه کړي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په پروسه کې ښکېل دي.
د دغه راپور له مخې، د ټرمپ د واک د لېږد ټیم د هغو پخوانیو او اوسنیو امریکايي پوځي افسرانو لېست چمتو کوي چې له افغانستانه په وتلو کې مستقیماً ښکېل وو او ښايي پوځي محکمې ته د ځواب ویلو لپاره حاضر شي.
یوې باخبرې سرچینې د يادې طرحې په اړه دغه خبری شبکې ته ویلی چې «له افغانستانه د وتلو په تړاو تورونه له امریکا سره د خیانت تر حده» مطرح دي.
له بلې خوا دغې خبري شبکې ویلي چې د ډونلډ ټرمپ د واک د لېږد ټیم په پام کې لري چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د بیا کتنې لپاره یو کمېسیون جوړ کړي.
د راپور پر بنسټ، دا کمېسیون به د هغو پوښتنو چې د پوځ لپاره د پریکړې کولو په پروسه کې مستقیم څوک دخيل و، د وتلو څرنګوالی، او آیا د متحده ایاالتو پوځي مشران د محاکمې وړ دي؟؛ ځوابونه لټوي.
راپور د سرچینو په حواله ویلي چې د نشه يي توکو او نړیوالو ګواښونو سره د مبارزې په برخه کې د دفاع وزارت پخوانی مرستیال معاون مټ فیلن به د دې کمېسیون مشري وکړي.
اېن بي سي نیوز زیاتوي چې د ټرمپ د انتقالي ټیم پلان به د افغانستان جګړې ته په لومړي ځل د امریکا د داخلېدو څخه تر وتلو څرنګوالى تر څېړنې لاندې ونيسي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل غندلي او دا یې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو له شرمه ډکه ورځ بللې ده.
خو په ٢٠٢٢کال کې د افغانستان د بیارغاونې لپاره د ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) خپلواکې بیاکتنې د بایډن او ټرمپ تر مشرۍ لاندې دواړه ادارې د امریکا د «ګډوډ» وتلو مسؤل وبلل.
یوه امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اېن بي سي نیوز ته ویلي چې د ټرمپ د انتقال ټیم د احتمالي تورونو په خاطر د څو قوماندانانو چې فعالې دندې لري د بللو په اړه غور کوي.