په بلوچستان کې د شنبې د ورځې له خونړي ځانمرګي برید وروسته، پاکستاني چارواکو ويلي چې دوی په ټول ايالت کې امنيت تدابير زياتوي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د بلوچستان لوړپوړو امنیتي چارواکو پرېکړه کړې چې د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په مشرۍ په یوه امنیتي غونډه کې چې د بلوچستان لومړي وزير سرفراز بوګټي هم په کې ګډون درلود، د «ترهګرو پر ضد په خپل ټول توان سره» پرېکنده اقدام وکړي.
د دې راپورونو له مخې، د بلوچستان چارواکو ویلي دي چې دوی د «ترهګرو» د له منځه وړلو په موخه په ټول ايالت کې «دوامداره استخباراتي عملیات» پیلوي.
په دې امنیتي غونډه کې د بلوچستان چارواکو د «ترهګرو» پر وړاندې د مبارزې لپاره د سرچینو او امنیتي ځواکونو د زیاتولو پرېکړه هم وکړه.
د بلوچستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي په دې غونډه کې وويل، چې له دې وروسته به د دغه ايالت د امنيتي ځواکونو لپاره زياتې سرچينې برابرې شي او د پوليسو، د ترهګرۍ ضد ادارې او نورو ځواکونو د روزنې لپاره به هم د هغوى د وړتياوو د پياوړتيا لپاره اقدامات وشي.
په همدې حال کې د بلوچستان لومړي وزیر سرفراز بګټي په دې غونډه کې ويلي چې د حکومت پر ضد په وسله والو فعالیتونو کې لاس لرونکي«د ګوتو په شمار څو عناصر» به له منځه یوسي.
له بل پلوه د بلوچستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې څانګې د دې ايالت د اورګاډې په يوم تم ځاى کې د ځانمرګي برید په اړه قضیه ثبت کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې بلوچستان په کويټه کې د اورګاډي په تم ځای کې د سې شنبې په ورځ ( د لړم ١٩) ځانمرګي برید کې د پاکستاني پوځيانو په ګډون لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
د بلوچ د آزادۍ غورځنګ د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده.