په آلمان کې دوه افغانان د آلمان په ڈرسډن ښار کې پر یوې ځوانې نجلۍ د «جنسي تېري» له تورونو سره مخامخ دي.
د څارنوالۍ په وینا، ډیلي مېل راپور ورکړی چې دا پېښه په ډرسډن کې د لیلیې په یوه خونه کې وروسته له هغې وشوه چې دوو تورنو آلماني نجلۍ باندې «شراب» وڅښل.
خو د دغه راپور پر بنسټ، دواړو تورنو کسانو د محاکمې پر مهال د دغه تور په اړه څه نه دي ويلي او ویل کېږي چې د دغې پېښې له قرباني څخه هم د تړلو دروازو تر شا پوښتنې شوې دي.
په ډرسډن کې د دې قضیې اړوند څارنوال ويلي: «دوو تورنو کسانو د قرباني له بې دفاعۍ څخه په ګټې اخیستنې، د هغې جامې اخيستلې او هر یو یې لږترلږه یو ځل له پر دې ښځې جنسي تېری وکړ. دوی باید درک کړې وی چې دا ښځه بې وسه ده او شعور یې کمزوری دی.»
دغې آلمانۍ نجلۍ له پېښې یوه ورځ وروسته د آلمان پولیسو ته د «جنسي تېري» قضيه ثبت کړه. خو دواړه تورن کسان نه دي نیول شوي.
ډيلي مېل ورځپاڼې د دغو دوو تورنو افغان اتباعو نومونه وحید او اسد خان ښودلي دي.
د دې ورځپاڼې په وینا، د دوی د دوسیې څېړنه اوس هم د جرمني په ډرسډن ښار کې په یوه محکمه کې روانه ده، چې تر اوسه یې په اړه پرېکړه نه ده شوې.