د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى وجهي صندوق وايي چې د چک جمهوریت له افغانستان سره ۲۰ میلیونه چکي کرون (۸۵۰ زره ډالره) مرسته کړې ده.
د دغه سازمان په وینا دا مرستې به په افغانستان کې پر بشري فعالیتونو ولګول شي.
دغه صندوق نن (پنجشنبه د لړم ۱۷مه) د دې مرستې هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې د افغانستان اوسنيو سختو شرايطو ته په کتو دا مرستې د د ستاینې وړ دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق ټینګار وکړ: «موږ په ګډه کولای شو د انعطاف او دوامدار ملاتړ په رامنځته کولو له اړو خلکو سره مرسته وکړو.»
خو دغه صندوق په افغانستان کې د يادو پیسو د لګولو د څرنګوالي په اړه په دې اړه جزٸیات نه دي ورکړي.