د طالبانو تر ادارې لاندې د اقتصاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن (پنجشنبه) خپره شوې ویلي چې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ماموریت مشرې ویرونیکا بوشوویچ پوهار د طالبانو د اقتصاد له وزیر سره په کتنه کې ویلي چې په افغانستان کې د بشري او کرنيزو پروژو د ملاتړ لپاره له افغانستان سره ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي.
په دغه خبرپاڼه کې راغلي دي چې د اروپايي ټولنې استازې همداراز د کوچنيو اقتصادي فعالیتونو او متشبثینو د ملاتړ لپاره د يوې غونډې د جوړولو اعلان کړی دی.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پلاوي تر اوسه د دې غونډې په اړه څه نه دي ويلي، خو اروپايي ټولنه په تېرو درېيو کلونو کې له افغانستان سره له سترو مرسته کوونکو څخه بلل کېږي.
د طالبانو د لوړپوړي چارواکي او د اروپايي ټولنې د استازي ترمنځ دا ليدنه په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون کې د نارینه او نا محرمې ښځې تر منځ هر ډول ليدنه منع کوي.
ددې سربېره طالب چارواکو په پرله پسې ډول له دغه قانون څخه سرغړونه کړې، د طالبانو د امربالمعروف وزارت په ډېرو ولایتونو کې د هېوادولو لپاره د دغه قانون رعایت لازمي کړی دی.