د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي همانه وايي، تهران په دې خواشینی دی چې طالبانو د ایران پر پوله د افغان کډوالو باندې ډزې جدي نیولي دي.
د ایراني رسنیو د خبر له مخې ښاغلي بیقايي پرون (یکشنبه، د لړم۱۳مه) له خبریالانو سره په خپله اوونیزه خبري غونډه کې وویل: «د افغانستان چارواکو په دې اړه یوه خبرپاڼه خپره کړې ده. موږ حیران او ناخوښه یو چې یوه بې بنسټه خبره مطرح شوه او د افغانستان ځینو چارواکو دا بې بنسټه خبرونه جدي ونیول.»
هغه همداراز هیله څرګنده کړه چې له دې مسٸلې به درس واخیستل شي او په ځانګړې توګه موږ باید په ټولو «رسنیو کې خپاره شوي خبرونو ته ډیر پام وکړو.»
درې ورځې وړاندې طالبانو ویلي وو چې د ایران د کلګان – سراوان په پوله کې د افغان کډوتلو د وژل کېدو او ټپي کېدو د پېښې په اړه د دوی د پلاوي موندنې ښيي چې په دغه سیمه کې د ايراني پوله ساتو د «ډزو او چاودنو» پایله هیواد یو شمیر کډوال وژل شوي او ټپیان شوي دي.
که څه هم طالبانو په دې پېښه کې د وژل شویو او ټپیانو کره شمېره نه ده وړاندې کړې؛ خو د دوی مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر اېکس یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي، چې تر اوسه له دې پېښې څخه دوه جسدونه او د ۳۴ عیني شاهدانو په ګډون یو شمېر ټپیان هېواد ته راوړل شوي دي.
د هغه په وينا، د دې پېښې يو شمېر مړي او ټپيان په ايران او پاکستان کې پاتې دي او د طالبانو پلاوى يې افغانستان ته د لېږدولو په لټه کې دى.
د طالبانو د ویاند مرستیال زیاتوي، چې تر اوسه د دوی د پلاوي څېړنې نه دي بشپړې شوي.