افغانستان

برېټانیا په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت د پای لسمه کالیزه ونمانځله

یو شمېر برېټانوي پوځیانو، د خدماتي کارمندانو او برېټانيوي کورنیو په افغانستان کې د دغه هېواد د پوځي ماموریت د پای ته رسېدو لسمه کالیزه د سټافورډشایر په ملي یادګار کې د ګلانو په اېښودلو سره ونمانځله.

د سټنډرډ ورځپاڼې د راپور له مخې، د افغان ټولنې د فعالانو او متقاعدینو په ګډون ۲۳۵ میلمنو، د هغو کسانو کورنیو چې د برېتانوي پوځي ماموریت په دې دوره کې یې خدمت کړی او هغو کسانو چې د جګړې پر مهال یې د ملکي قراردادیانو په توګه د هېواد له ځواکونو او مدني ټولنې سره مرسته کړې وه، ګډون کړی وو.

د برېټانیا د دفاع وزیر جان هیلي په لندن کې د عراق او افغانستان په یادګار باندې د ګلونو ګېډۍ کېښوده او په افغانستان کې یې د دغه هېواد د پوځي ماموریت د پای ته رسېدو لسمه کالیزه ونمانځله.

د يادونې وړ ده، چې د ایتلافي ځواکونو په چوکاټ کې د برېټانوي ځواکونو پوځي ماموریت په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې پای ته ورسېد.

د برېټانيا د دفاع وزير په دغو مراسمو کې وويل: «په افغانستان کې د برېټانيا د پوځي عملياتو له پای ته رسېدو څخه د يوې لسيزې په توګه، موږ د خپلو کارکوونکو د سترو قربانيو يادونه کوو. موږ د ٤٥٧ برېټانيوي سرتېرو او پرسونل یادونه کوو چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی، په زرګونو ټپیان شوي او هغه کورنۍ چې د دې جګړې په جریان کې ډیر دروند بار زغملی دى»

دغه مراسم چې د لېژن برېټانيا لخوا تنظیم شوي و، پکې د د خدمت يادونه او د وسله والو ځواکونو په یادګار کې د ګلانو د اېښودلو مراسم شامل وو.

د یادولو وړ ده چې د اکټوبر ۲۶ د افغانستان په هلمند کې د برېټانوي ځواکونو د پوځي ماموریت د پای ته رسېدو او په دغه هیواد کې د پخواني حکومت چارواکو ته د باسیون اډې د سپارلو لسمه کالیزه ده چې شاوخوا ۱۵۰ زره سرتېري پکې مېشت وو. په افغانستان کې د برېټانوي پوځونو ۴۵۷سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.