د زده کړو فعاله او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، د مکسیکو له ولسمشرې سره یې د لیدنې پر مهال د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیزونو په اړه خبرې کړې دي.
هغې پر اېکس لیکلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له ټولنې او عامه ژوند څخه اېستل شوي دي.
آغلې یوسفزۍ ليکي: « د مکسیکو له ولسمشرې کلودیا شاينباوم سره مې په زړه پورې ملاقات درلود. موږ د بشپړ، خوندي او باکیفیته زده کړې په ګډون د نجونو د زده کړو د حق په تړاو د ګډو ژمنو په اړه خبرې وکړې.»
هغې په افغانستان کې د طالبانو واکمني د «جنسيتي تبعیض رژیم» بللى دی.
ملالې یوسفزۍ زیاته کړې: «موږ د افغانستان د وضعیت په اړه هم خبرې وکړې، چیرې چې نجونې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته نه شي تللى او ښځې په سیستماتیک ډول د طالبانو د جنسيتي تبعيض رژیم لاندې له عامه ژوند څخه حذف کېږي.»
طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځي ته له تلو منع کړي دي.
ښځينه زده کړيالانې هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې له خپلو زده کړو بې برخې دي. په دې وروستیو کې طالبانو یو نوی قانون توشيح کړ، چې له مخې یې د ښځې غږ «عورت» بلل کېږي.
د بشري حقونو فعالانو د ښځو په اړه د طالبانو پالیسي ظالمانه او ځپونکې بللي دي. د اسلامي هېوادونو په ګډون نړيوالې ټولنې په وار وار له طالبانو غوښتي چې د ښځو پر کار او زده کړو د بنديز په پرېکړه دې له سره غور وکړي.