افغانستان

پوتین د برېکس لخوا وړاندیز شوي بانک نوټ نمونه نندارې ته وړاندې کړه

د برېکس د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د زیاتوالي په سمبولیک اقدام کې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون د دې سازمان د غونډې په ترڅ کې د برېکس د ګډو اسعارو لپاره د وړاندیز شوي بانک نوټ یوه نمونه نندارې ته وړاندې کړه.

په دې وړاندیز شوې اسعارو کې د افغانستان نوم د «افغانستان اسلامي امارت» تر سرلیک لاندې لیکل شوى دى.

نن (پنجشنبه) د روسیې په کازان ښار کې د برېکس د غونډې وروستۍ ورځ ده. د دغې غونډې اصلي تمرکز د دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ پر پياوړتيا دى.