د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه خبرپاڼه کې د کابل په سینما پامير کې د چهارشنبې ورځې چاودنه په کلکه غندلې او هغه يې یوه «ترهګريزه» پېښه بللې ده.
په کابل کې د ايمرجنسي روغتون مسٶولين وايي چې له چاودنې وروسته دغه روغتون ته د ماشومانو په ګډون ١١ ټپيان لېږدول شوي دي.
د دغه روغتون مشر وايي چې د يوه ټپي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د ایمرجنسي روغتون په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه چاودنه د چهارشنبې په ورځ د لړم په ۲ مه شاوخوا دوه بجې د سینماپامير د لیلام بازار په ګڼه ګوڼه کې رامنځته شوې ده.
تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
طالبانو هم تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.