افغانستان

ایران یو افغان وګړی اعدام کړ

د بشري حقونو سازمان هه نګاو خبر ورکړی، چې ایران د یوه افغان په ګډون اووه کسان اعدام کړي دي.

دغه سازمان ویلي، چې د دغه افغان وګړي هویت تر څېړنې لاندې دی.

د دې سازمان په وینا، دا اووه کسان مخکې د مخدره توکو اړوند جرمونو او«په ځمکه کې د فساد» په تور د مخدره توکو د چمتو کولو او ویشلو له امله په اعدام محکوم شوي وو. دوی د چهار شنبې په سهار د قزل حصار کرج  او د کرج په مرکزي زندانونو کې اعدام شول.

له بلې خوا د ایران د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی چې له افغانستان څخه دوه تنه بندیان د قم مرکزي زندان  فردي بندخونو ته د اعدام د سزا د عملي کولو لپاره لېږدول شوي دي.

 د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، دوه نور بندیان د شیراز مرکزي زندان انفرادي بندخونو ته لېږدول شوي دي.

دغه سازمان لیکلي: «داسې ښکاري چې دغه څلور تنه بندیان په جلا جلا قضیو کې د قصدي قتل په تور د قصاص نفس (اعدام) په سزا محکوم شوي دي.»

د دې سازمان په وینا، په ایران کې د قصدي وژنې لپاره د درجه بندۍ نشتوالی د اعدام لامل کېږي، پرته له دې چې د تورن د جرم شدت، ضعف او انګیزه په پام کې ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد اوسېدونکو تل پر طالبانو نیوکه کړې چې په ایران کې د افغانانو د حقونو لپاره عدالت غوښتنه نه کوي. د دوی په وینا طالبان باید هڅه وکړي چې په ایران کې د افغانانو د اعدام مخه ونیسي.